د متحده ایالاتو سترې محکمې د جمعې په ورځ غوښتل هغه قانون تصویب کړي چې د جنوري تر ۱۹ پورې به په متحده ایالاتو کې د بایټ ډېنس کمپڼۍ د لنډې ویډیو اپ ټیک ټاک باندې بندیز ولګوي.
متحده ایالات په دې باور دي چې ښایي ټیک ټاک د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پیښ کړي.
د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال په جولای کې وویل، چې پر ټیک ټاک به بندیز ولګوي.
دغه اپ د ۱۷۰ میلیونه امریکایانو له خوا کارول کیږي.
د ایف بي ای رییس کریس وري وویل، چې ټیک ټاک د ملي امنیت لپاره خطر رامینځته کوي. هغه زیاته کړه، چې چینایي شرکتونه اړ دي چې په لازمي ډول هر هغه څه وکړي چې د چین حکومت یې غواړي د معلوماتو شریکولو یا د چین حکومت د وسیلې په توګه خدمت کولو په برخه کې وکړي.
د کانګرس غړو شکایت کړی، چې د چین حکومت په بایټ ډېنس کې "طلایی برخه" لري. خو ټیک ټاک ویلي چې "د چین حکومت پورې تړلې اداره د بایټ ډېنس فرعي شرکت یو فیصد ملکیت لري او چین څخه بهر د بایټ ډېنس نړۍوال عملیاتو باندې هېڅ اغیزه نه لري.
د ټیک ټاک اجراییوي رییس ویلي، هېڅکله به د چین حکومت سره د متحده ایالاتو کارونکو ډیټا شریکه نه کړي.