د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د یوه اجرایوي اقدام په لاسلیکولو سره هغه کسان چې په ناقانونه توګه امریکا ته ورغلي او جرمي دوسیه لري؛ هغه به د ګوانټانامو زندان ته ولېږدوي.
ټرمپ وایي: «په دې ډله کې ځیني کډوال هومره بد دي، چې ان پر هېوادونو یې هم باور نه شو کولی چې هغوی وساتي؛ نو له همدې امله هغوی ګوانټانامو زندان ته استوو.»
ټرمپ وویل، چې د دفاع او کورني امنیت وزارتونو ته د ګوانتانامو زندان د ۳۰زرو کسانو د چمتووالي د پیلولو لپاره یو اجراییوي فرمان لاسلیکوي.
له بل پلوه د بشري حقونو سازمانونو په دغه زندان کې د غیر انساني چلند او د قانوني خوندیتوب د نشتوالي له امله له اوږدې مودې راهیسې د ګوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه کړې وه.
دغه زندان په ۲۰۰۲ کال کې د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" کې د نیول شویو مشکوکو کسانو لپاره د توقیف ځای په توګه پرانېستل شو.
په دغه زندان کې اوس مهال ۱۵ بندیان پاتې دي.
تر دې وړاندې د امریکا دوو ولسمشرانو بارک اوباما او جو بایډن د ګوانتانامو زندان د تړلو هڅه کړې وه؛ خو ټرمپ ژمنه کړې چې دغه زندان به پرانیستی وساتي.