په واشنګټن کې د پوځي چورلکې سره له ټکر وروسته مساپر وړونکې الوتکه سیند ته ولوېده

۱۹ ساعتونه مخکې

په واشنګټن کې د پوځي چورلکې بلک هاک سره له ټکر وروسته مساپر وړونکې الوتکه سیند ته غورځېدلې ده.
سي بي اېس نیوز د پولیسو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې تر اوسه پورې لږ تر لږه د ۱۸ کسانو مړي موندل شوي دي.

په دغې الوتکه کې ۶۴ کسان او په پوځي الوتکه کې بیا درې کسان سپاره وو.
دغه پېښه د امریکا په ځايي وخت د ماښام په ۵:۴۸ بجو رامنځته شوې ده.
د امریکن اېرلاین الوتکه واشنګټن خوا ته روانه وه، چې د پوټومیک سیند په اوږدو کې د هوایي ډګر ځغاست لیکې سره نږدې راپرېوته.
د راپورونو له مخې، له دغه سیند څخه ۱۸ مړي را اېستل شوي او د نورو لټون لاهم روان دی.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت وايي، پوځ او د دفاع وزارت سمدلاسه د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د امریکایي هوایي شرکت اجراییوي مشر رابرټ ایزوم وایي: «موږ د ملي ترانسپورت خوندیتوب بورډ سره په څېړنو کې همکاري کوو او ټول معلومات به ورته چمتو کړو.»
ایزوم وویل، چې هغه به ډېر ژر واشنګټن ډي سي ته د پېښې ځای ته ورشي.
د الوتکې د غورځېدو وروسته د ریګن ملي هوايي ډګر ټولې الوتنې وځنډول شوې.
‏له بل پلوه اېن بي سي راپور ورکړی، چې څلور کسان د پوټومیک سیند څخه ژوندي هم اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو