د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د بلخ ځايي طالب چارواکو په حواله ويلي، چې د ۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتو د پروسس یوې کارخونې په کار پیل کړی.
خبر زیاتوي، چې دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټنه اومو تېلو د چاڼولو وړتیا لري او ۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن جمعه د (مرغومي ۲۱مه) د بلخ د ځايي طالب چارواکو له قوله ویلي چې د (افغان یاسیني) په نوم د تیلو چاڼولو دغه کارخونه په ۵۰ جریبه ځمکه جوړه شوې چې دا مهال په کې ۱۰۰ تنه په کار بوخت دي.
د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا وايي چې اوس په افغانستان کې د بیارغونې او پانګونې لپاره غوره فرصت برابر شوی او دوی هڅه کوي چې هېواد د پرمختګ په لور بوځي.
ټیک څلور میاشتې وړاندې د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و، چې روسي پانګوالو دې ته لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونې وکړي.
خو په بلخ کې د تیلو د پروسس د تازه پانګونې په اړه طالبانو دا نه دي ويلي، چې دغه پانګونه کورني سوداګرو کړې او که په دې کې بهرنۍ ونډه هم موجوده ده.
د طالبانو د کانونو وزارت د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و، چې دغې ډلې په تېرو لسو ورځو کې د امو سیند حوزې ۱۳۰ زره ټنه اومه تېل د ۷۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې بلومبرګ راپور ورکړی و، چې د چین د سنکیانګ د مرکزي اسیا د تیلو او ګازو شرکت په افغانستان کې د اومو تیلو تولید درې چنده کړی.