د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، چې د یو شمېر مرسته کوونکو ادارو په مالي لګښت یې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۶۰ زرو کسانو لپاره د یو روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې دي.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان ویلي، چې دغه هڅه یې د هغو راستنو شویو کډوالو لپاره پیل کړې چې په دې وروستیو کې له کاونډیو هیوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان وايي، د خلکو روغتیايي ستونزو ته په کتو یې ځینې مرسته کوونکې موسسې هڅولې چې دغلته مجهز روغتیايي مرکز جوړ کړي، چې د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ نن جمعه د (سلواغې ۱۲مه) په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ځینې قومي مشران یې د دوی پر اړتیاوو غږولي دي.
د چهاردرې ولسوالۍ د نو اباد کلي اوسیدونکې عبدالرسول وايي، چې د دغه روغتیايي مرکز د جوړېدو لپاره یې خپله ځمکه ورکړې او دغه کار یې د سیمې خلکو ستونزو ته په کتو کړی.
هغه وايي، تر دې وړاندې به خلک لرې پرتو سیمو ته د خپلو روغتیايي ستونزو د حل لپاره تلل: «خلک دلته په دې برخه کې ډیرې ستونزې لري، دا د کلي منځ دی هر څوک په اسانه ورته راتلای شي، مخکې به د ښځو د ولادت پر مهال خلک له بیلابیلو ستونزو سره مخ وو، خو نور به دا ستونزه یو مخ ختمه شي.»
د دغه کلي یو بل اوسیدونکی خان محمد هم د روغتیایي مرکز په جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې په دې سره به د دوی ۸۰ سلنه روغتیايي ستونزې حل شي: «داسې وخت هم راغلی چې کوم شدید ناورغان به مو لرل نو د کلینیک د نشت له امله یې ساه ورکړې ده.»
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري د دغه مرکز د لګښت او ودانۍ په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو وايي، چې په دې برخه کې د ملک سلمان خیره بنسټ او واو په نوم د بشري حقونو موسسو ورسره د لګښت په برخه کې ټټر وهلی دی.