امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزير سره د سوداګرۍ پر زياتوالي‌ غږېدلی

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، چې امیرخان متقي د متحده عربي‌اماراتو د اقتصاد له وزير سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ پر پراختیا خبرې کړې دي.

طالبانو ويلي، چې د اماراتو د اقتصاد وزير عبدالله بن طوق المري هم د سوداګرۍ په پراختیا کې لېوالتیا ښودلې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې متحده عربي اماراتو ته د متقي‌ په مشرۍ تللي پلاوي‌ د دغه هېواد د اقتصاد له وزير عبدالله بن طوق المري سره ليدلي.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د کانونو د استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، زراعتي محصولاتو ته د بازار موندنې، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو، اماراتو ته دافغان کارګرانو ته د لېږد، د بانکي اړیکو عادي‌کولو او ورته نورو اقتصادي‌ موضوعاتو په اړه خبرې اترې شوې دي.

طالبان زياتوي، چې دواړو لوریو د موضوعاتو د تعقیب او تطبیق لپاره د تخنيکي ډلو د جوړېدو ژمنې وکړې.

تخنيکي ډلې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو پر پياوړتیا کار کوي.

پرون د چارشنبې په ورځ امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزير سره په ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاريو او سیمه ييزو مسایلو بحث کړی.

طالبانو ویلي، چې په ناسته کې د سوداګرۍ پر زياتوالي هم خبرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو