خیرالله خیرخواه: د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزير‏ خیرالله خيرخواه وایي، د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده؛ بلکې دا د نړۍ د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی، چې له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۹مه نېټه) د اروپايي ټولنې له نوې شارژدافیرې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا سره په لیدنه کې کړې دي.
‏ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا په دې اړه پر اېکس پاڼه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د دغو اثارو د ارزښت او عامه پوهاوي په اړه خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې اغلې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
‏ورته مهال ښاغلي خیرخواه هم د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د اروپايي ټولنې له همکارۍ مننه کړې ده او له دغې ټولنې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.

خو دغې ډلې د دغې لیدنې کوم تصویر نه دی خپور کړی.
د طالبانو اوسنۍ واکمني د خپلې تېرې دورې پرتله په دغې دوره کې د فرهنګي میراثونو پر ساتنې ټینګار کوي او په دې برخه کې یې په وار، وار د نړۍوالو بنسټونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې ده؛ خو طالبانو برعکس په خپلې تېره دوره کې د بامیان بودا مجسمه په بمونو الوځولې وه او لا هم پر دغې ډلې تور پورې کیږي چې لرغوني اثار له افغانستانه باسي او نورو هېوادونو ته یې قاچاقوي.

نور خبرونه

رادیو