بلوڅ بیلتون پالو بلوچستان کې پاکستاني عسکر او ۹۰ میلیونه روپۍ له ځان سره وړې دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تېره ورځ د بلوچستان خضدار ولسوالۍ زهري سیمه کې وسله والو د اتو ساعتو لپاره د امنیتي ځواکونو مرکز او حکومتي ودانۍ تر ولکې لاندې راوستې وې او یو شمېر ملېشه ځواکونه او تر ۹۰ میلیونو پورې کلدارې یې ځان سره وړې دي.

د برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو په غاړه اخیستی او ویلي، یې دي چې دوی له دې سیمې د ملېشه ځواکونو یو شمېر عسکر، وسلې، حکومتي موټر او نورې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او وايي نور جزییات به وروسته خپاره کړي.
د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې حکومتي سرچینې وايي، چې بلوڅ بیلتون پالو په دغې سیمه کې له پاکستاني امنیتي ځواکونو د زهري سیمه د یوې ورځې لپاره نیولې وه، چې بیا پاکستاني پوځ په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې بیرته ترلاسه کړه.
د ډان ورځپانې د راپور له مخې چې وسله والو د چهارشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۰مه) سهار د خضدار ولسوالۍ د زهري سیمې په مرکزي بازار برید پیل کړ، چې وروسته یې د سیمې له واک ترلاسه کولو وروسته ګڼ شمېر دولتي ودانیو ته اور واچاوه، چې په هغه کې د پاکستاني ملېشه ځواکونو مرکز، د نادرا دفتر، د ښاروالۍ ودانۍ او یو بانک شامل دي.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې چې برید کوونکو د پاکستاني ملېشه ځواکونو عسکر له ځان سره بیولي چې شمېر یې نه دی معلوم او د دې تر څنګ یې هلته له ځایي بانک څخه ۹۰ میلیونه کلدارې هم وړې دي.
ډان د ځايي حکومتي سرچینو په حواله ویلي، چې شاوخوا ۸۰ وسله والو د دغه بازار له ولکه کولو وروسته حکومتي موټرونه، وسلې، مهمات او ۱۰ موټرسایکلونه هم له ځان سره وړي دي.
د ورځپاڼې په باور دغو وسله والو د یادې سیمې په مرکزي جومات کې د لوډسپیکر له لارې اعلان وکړ چې دوی د دغې سیمې واک یې ترلاسه کړی او خلک یې د وینا کولو لپاره ور وبلل.
راپور زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې پر دغې سیمې عملیات وکړل او دغه سیمه یې بیرته تر خپلې ولکې لاندې را وسته.
په دغې سیمه کې د هوايي عملیاتو پر مهال دا دعوه هم شوې چې بلوڅ بیلتون پالو د پاکستان یوه پوځي چورلکه هم غورځولې ده خو د دغې پېښې په اړه خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو