د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونېسف وایي، چې د روان کال په لومړیو اوو ورځو کې په غزې ښار، خان یونس او المواسي کې د اسراییل د بریدونو له امله ۷۴ فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.
دغه بنسټ د یو رايور په خپرولو سره لیکلي، چې یوازې تېره ورځ په المواسي کې د اسراییل په بریدونو کې پنځه تنه ماشومان ووژل شول.
د یونېسف اجراییوي مشر کاترین رسل وایي: «د غزې د ماشومانو لپاره، نوی کال د بریدونو، محرومیت او د سړې هوا د زیاتېدو له امله ډېر مرګونه او کړاوونه پېښ کړي دي.»
د هغه يه وینا، اوربند له ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلی دی. د نوي کال له پیل سره ډېر ماشومان وژل شوي او یا یې هم د خپلو کورنيو غړي له لاسه ورکړي دي.
په راپور کې راغلي، چې د سرپناه نشتوالی او سختې یخنۍ د ماشومانو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي.
د راپور له مخې، د یو مېلیون څخه ډېر ماشومان په لنډمهاله خیمو کې شپې سبا کوي او په تېرو ۱۵ میاشتو کې ډېری کورنۍ بې ځایه شوي او ماشومان له سختو ګواښونو سره مخ دي.
یونېسف خبرداری ورکړی، چې د سرپناه نشتوالی، د خوراکي او روغتیایي توکو او سيسټم ته نه لاسرسي او د ژمي سړو سیلیو په غزه کې ټول ماشومان له ګواښ سره مخ کړی دی.
یونېسف د جګړې له ټولو خواوو غوښتي، چې د نړۍوال بشري قانون له مخې دې خپلو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.