په جرمني کې دوه افغان کډوال د روسیې استخباراتو ته د کار کولو په تور شکمن دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

نوې څېړنې څرګنده کړې چې په جرمني کې لږ تر لږه دوه افغان کډوال د روسیې پوځي استخباراتو ته په کار کولو شکمن دي.

دا معلومات د شپیګل او د روسیې د څېړنیزې رسنۍ دې انسایډر د ګډې څېړنې پایله ده.

څېړنو څرګنده کړې څو کسان چې د روسیې له تخریبي شبکې سره اړیکې لري، د افغان کډوالو په توګه په جرمني کې ژوند کوي. په دغو کسانو کې یو ۲۷ کلن افغان دی چې تېر پسرلی له روسیې څخه جرمني ته راغلی او اوس په براندنبورګ ایالت کې د رد شوي پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي.

بل شکمن کس د۲۰۲۳ کال له اوړي راهیسې په نیدرزاکسن ایالت کې هم د رد شوي پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي. افغانستان ته د دواړو کسانو د شړلو مخه نیول شوې ځکه کابل ته پر اخراج بندیز دی.

څېړنې ښيي چې دوی ښایي د روسیې د نظامي استخباراتو (GRU) د یوې عملیاتي ډلې غړي وو، چې موخه یې په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کول وو.

دغه څیړنه ښيي چې د روسیې جاسوسانو لږ تر لږه له ۲۰۱۵ کال څخه په افغانستان کې کسان ګومارل او وروسته یې هغوی ته روسۍ ویزې یا نور اسناد برابرول. د کډوالو د پاسپورټونو رنګه کاپۍ په یوه افشا شوي معلوماتي ډیټابیس کې موندل شوې چې دروسیې د نظامي استخباراتو دیوه افسر برېښنالیکونه پکې شامل دي.

درېیم افغان چې د دې شبکې غړی ګڼل کېږي، په اپرېل میاشت کې د پولنډ پولې ته نژدې د جرمني فدرالي پولیسو نیولی، خو د هغه اوسنی ځای معلوم نه دی.

شکمن کسان دروسیې د پوځي استخباراتود هغه پروګرام برخه ګڼل کېږي چې هدف یې د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت کمزوري کول او وسله‌والو ډلو ته ملاتړ برابرول و. لوېدیزو استخباراتي ادارو د دغه پروګرام شته والی تایید کړی.

څیړنه وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه درې شکمنو کسانو چې دروسیې د پوځي استخباراتو په شبکې پورې تړاو لري، هڅه کړې جرمني ته داخل شي.

نور خبرونه

رادیو