د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په غزني او پکتیا ولایتونو کې یې دوه تنه د «بد اخلاقۍ او غلا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي.
طالبان له نړۍوالو نیوکو سره، سره په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي.
د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (مرغومي۲۰مه) د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ ابتداییه محکمې یو کس ته د «بد اخلاقۍ» او د پکتیا ښاري ابتداییه محکمې یو کس ته د «غلا» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، دغه پرېکړې د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د غزني مقر ولسوالۍ ابتداییه محکمې او د پکتیا ښاري محکمې په عام محضر کې پر دوو تنو عملي کړې.
په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو غزني کې تورن کس په څلور کاله تنفیذي بند محکوم او ۳۹ دورې وهلی.
بله خبرپاڼه کې وايي، چې د پکتیا ښاري محکمې یو کس ته د غلا په تور یو کال د بند سزا اورولې او ۳۹ دورې یې وهلی دی.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورنو کسانو ته یې د استیناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه خو طالبان تل خلک تورنوي او بیا هغوی ته بله موقع نه ورکوي.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.