انتونیو ګوټریش: په نړۍ کې له هرو شپږو ماشومانو یو یې له جګړې اغېزمن شوی دی

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش وايي، چې دا مهال په ټوله نړۍ کې له هرو شپږو ماشومانو یو یې په جګړه ځپلې سیمه کې ژوند کوي او له جګړې اغېزمن شوی.
هغه وايي، سره له دې چې ماشومان په جګړه کې رول نه لري خو دوی یې تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش نن پنجشنبه (مرغومي ۲۰مه) په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي چې په نړۍ کې دا مهال له هرو شپږو ماشومانو یو یې په جګړه ځپلې سیمه کې ژوند کوي او له جګړې اغېزمن شوی.
ښاغلي ګوټریش زیاتوي، چې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۴۷۳ میلیونه ماشومان په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي او دوی د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.
هغه په دې ټینګار کړی چې ماشومان باید په هر ځای کې خوندي وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال د ماشومانو پر خوندیتوب ټینګار کوي چې نږدې هره ورځ اسراییلي عسکر په غزه او نورو ښارونو کې ولسي خلک په بمباریو کې وژني چې نږدې نمایي برخه یې ماشومان وي.
هغه په ټوله نړۍ غږ کړی چې ماشومان د جګړو په پیلولو کې رول نه لري، نو په خبره یې ټول باید د ماشومانو خوندي تابه ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړۍ اوونۍ کې د اسراییل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې چې پر غزې، خان یونس او المواسي سیمو یې ترسره کړي تر دې دمه ۷۴ فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.
یونېسف د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې د جګړې پر مهال دې د ولسي خلکو په ځانګړي دول د ماشومانو ژوند ته پام وشي او دوی باید د جګړې قرباني نه شي.

نور خبرونه

رادیو