د ایټالیا او سعودي ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په ارزښت ۲۶ اقتصادي تړونونه لاسلیک شول

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سعودي عربستان ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره د عامه او خصوصي سکټور ادارو ترمنځ د دوه اړخېزه اړیکو پیاوړتیا په موخه د تفاهم ۲۶ اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي.

دغه هوکړه لیکونه د جنورۍ په ۲۶ مه د العُلا په تاریخي سیمه کې د یوې غونډې پر مهال لاسلیک شوې.

جورجیا میلوني تېره ورځ په درې ورځيني رسمي سفر سعودي عربستان ته تللې.

د دوه اړخېزې همکارۍ له دغه تړونونو وړاندې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په العُلا کې میلوني ته ښه راغلاست ووایه.

میلوني وویل، چې ایټالیا د سعودي عربستان سره د شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا پیاوړې کول دي.

د سعودي عربستان او ایټالیا ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پیاوړې شوې دي.

د ۲۰۲۴ کال په لومړیو لسو میاشتو کې سعودي عربستان ته د ایټالیا صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ سلنه زیات شوي دي.

د پانګونې وزیر خالد الفالح د دغې غونډې په اړه په خپل اېکس کې لیکلي: "موږ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د انګلستان او ایټالیا د ډېری لویو شرکتونو چارواکو او استازو ګډون درلود. موږ په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونو او د سعودي د ۲۰۳۰ لپاره چمتو شوي پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې".