سرکوزي له قذافي څخه د میلیونونو یورو د اخیستو په تور محاکمه کېږي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د دوشنبې په ورځ محاکمې ته وړاندې شو.

په هغه تور دی، چې د ۲۰۰۷ کال د بریالۍ ولسمشرۍ مبارزې لپاره د لیبیا له پخواني واکمن معمر القذافي څخه په ناقانونه توګه میلیونونه یورو ترلاسه کړي و.

سرکوزي د ځان په وړاندې دغه تورونه رد کړي دي.

د مالي څارنوالۍ دفتر وویل، چې د فرانسې د محافظه کار ګوند پخوانی مشر د عامه بودیجې د غلا، د ناقانونه ګټو ترلاسه کولو، په ناقانونه توګه د کمپاین تمویل او د جرم د ترسره کولو لپاره په جنایي توطیې، تورن دی.

د سرکوزي محاکمه به درې میاشتې دوام وکړي او دا به د فرانسي په سیاسي مشرانو او سیاستوالو باندې د خلکو باور نور هم کم کړي.

پلټونکي ادعا کوي، چې سرکوزي د لیبیا له حکومت سره له فساد څخه ډک تړون کړی او قذافي د سرکوزي کمپاین ته میلیونه یورو په بکسونو کې پاریس ته لېږدولي دي.

د یادولو ده، چې معمر القذافي د لیبیا پخوانی واکمن او سیاستوال و او له ۱۹۶۹ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې پر لیبیا حکومت وکړ.

قذافي د نړۍ د جنجالي رهبرانو له ډلې څخه و او د خپل ځانګړي سیاسي او اقتصادي نظام لپاره مشهور و.

د سرکوزي وکیل ویلي، چې د پخواني ولسمشر پر وړاندې دغه دوسیه جعلي ده او د کمپاین لپاره لیبیا هېڅ ډول مالي مرسته نه ده کړې.

کریسټوف انګرین وویل، چې له لسن کلن هر اړخیزو تحقیقاتو وروسته په ښکاره ډول د دغه تورونو په اړه شواهد نه لیدل کېږي.

که چیرې سرکوزي مجرم ثابت شي، په لس کاله بند محکوم کېږي او ۳۷۵ زره ایرو جریمه به هم ورکوي.

نور خبرونه

رادیو