د ملا هبت الله ټاټوبي کې؛ د کندهار خلک یو ساعت او چارواکي ۲۲ ساعته له برېښنا ګټه پورته کوي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالب چارواکي ۲۴ ساعته له بریښنا استفاده کوي، خو عام خلک په یوه شپه او ورځ کې یوازې یو ساعت بریښنا لري.

د کندهار د بریښنا ریاست سرچیني مني، چې د لوړ پوړو چارواکو کورونو ته یې د بریښنا ځانګړي ټرانسفارمرونه لګولي دي.

د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، د بریښنا نه لرلو له امله د ژمي دغه سخت موسم یې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسیدونکي احمدشاه له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې یو ساعت بریښنا لري، « هغه هم د شپې ۱۲ بجې زموږ د برېښنا نوبت رسیږي. دا نو د ښار زړه دی، د شپې پر ۱۲ بجې برق راځي، دومره کوم چې د خپل کور د اوبو لوښي ډک کړم، نور برق بېرته قطع کیږي.»

د برېښنا د پرچاوۍ دغه ستونزه له تېرې میاشتې راهیسې ډیره شوې ده، خو تردې وړاندې هم د ښار اوسیدونکو ته په ۲۴ ساعتونو کې له شپږ و تر اتو ساعتونو برېښنا ورکول کیده.

د کندهار د دویمې حوزي اوسیدونکی بلال اغا چې کور یې د ملا هبت الله له استوګنځي څخه په کابو یو کیلومترۍ کې واقع دی، ادعا کوي، چې ځینو کورونو ته د برېښنا ریاست له لوري د برېښنا د لیږد ځانګړي مزي لګول شوي. هغه زیاتوي، «زه یې وینم ځینې کورونه برق لري، خو ډير بیا برق نه لري، کله چې د شپې ناوخته برق راشي موږ هغه وخت ویده یو، بیا د ورځې مجبوره یم چې د څښلو لپاره اوبه په پيسو رانیسم.»

په کندهار کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه د اوړي په موسم کې هم وي او د ښار خلکو ته په نوبتي شکل په ۲۴ ساعتونو کې یوازې د څو ساعتونو لپاره برېښنا ورکول کیږي.

د عبدالغفار په نوم د کندهار ښار یوه بل اوسیدونکي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، « په کندهار کې عدالت نشته، د ملا او هغه کس چې ټوپک او منصب لري کورنۍ ۲۴ ساعته بریښنا لري او زما اولادونه په تاریکه کې ناست وي. هغه زیاتوي، «دا څنګه عدالت شو، دا څنګه انصاف شو، چې غټ طالبان دې ټوله ورځ و شپه برق ولري او موږ دې یې یا هیڅ نه لرو او یا یو ساعت لرو.»

د کندهار ښار اوسیدونکې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی چې په کورونو کې د لمریزې بریښنا سیسټم فعال کړي او حاکم چارواکي هم د دغه ښار د برېښنا نه لرلو ستونزو حل ته پاملرنه نه کوي.

د کندهار برېښنا ریاست څخه دوو بېلا بېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د کندهار ولایت ډیرو چارواکو کورونو ته د برېښنا ریاست له لوري ځانګړي ټرانسفارمرونه نصب شوي او هغوی په خپلو کورونو کې لږ ترلږه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ ساعته برېښنا لري.

دغه سرچیني وايي:«عینو مېنه، ولایت، د منډیګک ماڼۍ، امنیه قوماندانۍ، محکمه او فرقې ته ځانګړي لینونه تړل شوي دي، چې باید ۲۴ ساعته برق ولري. په دغو مسیرونو کې د ډیرو مشرانو کورونه دي، بیا له دې لینونو څخه د هغوی کورونو ته هم جلا ټرانسفارمرونه مو نصب کړي دي چې هغوی هم باید برق ولري».

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د وزیرانو، والیانو او امنیه قوماندانانو په ګډون د ډیری چارواکو کورونه په عینومېنه کې دي او د هغوی کورونو ته د برېښنا ریاست له لوري ۲۴ ساعته برېښنا ورکول کیږي.

د کندهار او هلمند ولایتونو لپاره د برېښنا اصلي سرچینې د کجکي د بند او ۵۰ میګاواټه لمریزه برېښنا ده.

د کجکي د برېښنا د تولید فابریکه د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري خو اوس یې د تولید کچه کمه ده.

همدارنګه ۵۰ میګاواټه لمریزه برېښنا د کارولو لپاره یوې بلې سرچینې ته اړتیا لري، خو په عمومي شبکه کې د کافي برېښنا د نشتوالي له امله دغه لمریزه بریښنا په سمه توګه تولید نه لري.

نور خبرونه

رادیو