«اسټرالیایی طالب» جبراییل ټیموټي په کابل کې ومړ

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹

اسټرالیایی د پوهنتون استاد ټیموټي ویکس چې په اسټرالیايي طالب مشهور و، په کابل کې د سرطان له ناروغۍ ومړ.

طالبانو د نوموړي پر مرګ خواشیني ښودلې او هغه یې د دې ډلې ټینګ ملاتړی بللی.

ټیموټي ویکس چې د اوږده وخت لپاره د طالبانو په زندان کې و او وروسته د زندانیانو په تبادله کې خوشی شو، اسلام ومانه او په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر ملاتړ لاندې اوسېده.

هغه وروسته خپل نوم جبراییل عمر غوره کړ او په کابل کې یې ډېر وخت د انګریزي ژبې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې او وايي، چې له ډېر وخت راهیسې له سرطان ناروغۍ کړېده.

هغه په دې وروستیو کې له طالبانو ګیله درلوده، چې پاملرنه نه ور ته کوي.

نور خبرونه

رادیو