د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزير سره په ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاريو او سیمه ييزو مسایلو بحث کړی.

طالبانو ویلي، چې په ناسته کې د سوداګرۍ پر زياتوالي هم خبرې شوې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د چار شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان سره په ليدنه کې له نوموړي غوښتې، چې افغانانو ته دوېزو د ورکولو بهیر اسانه کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په ناسته کې د سوداګرۍ د زياتوالي او افغان توکو ته د بازار موندنې اړوند پرېکړه وشوه، چې په دې اړه به تخنيکي چارې تر سره شي.

له دې ناستې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري سره لیدلي او د طالبانو پلاوي د هند امنیتي اندېښنو ته د رسیده ګۍ ژمنه کړې وه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې هند د افغانانو لپاره د بشري مرستو، پراختیايي پروژو او سیمه ‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دوې ورځې وړاندې د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر لاړ.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي و، چې په دغه سفر کی به د دوی پلاوی له اماراتي چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو