ضمیر کابلوف: روسیه په راتلونکي پسرلي کې له طالبانو سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي اعلان وکړ، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او طالبانو دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، ضمیر کابلوف وویل، چې دغه کاري ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي.

دغه کاري ډله د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر بنسټ جوړیږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په «سولوویوف» ژوندۍ خپرونه کې وویل، چې دغه فورم به د بین الحکومتي کمېسیون په توګه د لنډمهالي بدیل په توګه کار وکړي.

کابلوف وویل: « دنوي کال په پسرلي کې به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو لپاره دوه اړخیزه کاري ډله جوړه شي، چې د رژیم د نه رسمیت په دې شرایطو کې به د اقتصادي، سوداګریزو او نورو همکاریو لپاره د بین الحکومتي کمېسیون د ځای ناستې په توګه کار وکړي».

د روسیې سترې محکمې د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د طالبانو ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه په رسمیت وپېژندله او په روسیه کې یې د دې ډلې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

روسیه دا مهال له طالبانو سره نږدې ډېپلوماتیکې اړیکې لري او مسکو ویلي، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه غور کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې په روسیه کې د ترهګرو سازمانونو د لنډمهالي تعلیق اجازه ورکړل شوې ده.

د دغه قانون له مخې، د روسیې قضايي ارګانونه په لنډمهالي او مشروط ډول د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم اېستلای شي.

نور خبرونه

رادیو