ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د سې شنبې په سهار د (مرغومې ۱۸مه) وسله والو پر هغه مساپر وړونکي بس موټر برید کړی چې کویټې ته پر لار و.
په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې په بې مخینې توګه زیاتې شوې، چې تر ډېره امنیتي مرکزونه په کې په نښه کیږي، خو د مساپرو او ولسي خلکو پر موټرو که څه هم چې پخوا هم ترسره شوې، خو په ډېره اسماعیل خان د ننۍ پېښې په هکله ځیني خلک وایي چې په دغه موټر کې ټول سپاره کسان ملکي خلک وو.
تر دې وړاندې کویټې ته د مساپرو په ورتلونکو موټرو هم بریدونه شوي، چې هغه مهال د برید کونکو موخه دولتي او امنیتي ځواکونو په نښه کول ښودل شوي و.