د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي معین جنرال خوشحال سادات په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان اور ته نور تېل اضافه کوي او په دې کړنو نه شي کولی، چې کابل تر فشار لاندې راولي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو له خوا په افغانانو پسې کور په کور لټون روان دی، چې د پولیسو له خوا لسګونه افغانان نیول شوي هم دي.
د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې قانوني اوسېدونکي افغانان هم شته.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، شاوخوا ۷۰ افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته لېږل شوي دي، خو تر اوسه مالومه نه ده چې ټول څومره افغانان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
خوشحال سادات په خپل اېکس کې په اسلام اباد کې د افغانانو په اړه د پولیسو وروستي اقدام ته په غبرګون لیکلي: «دوی فکر کوي، چې د افغانانو ځورول (حتی له قانوني اسنادو سره هم) او هوايي بریدونه به پر کابل فشار راوړي. دوی دا حقیقت هېر کړی، چې طالبان یې پروا نه لري، دوی په ۲۰ کلونو کې سل زره جنګیالي له لاسه ورکړي او اوس د پاکستان پر وړاندې تر ټولو قوي کارټ لري، دا به اور ته نور تیل اضافه کړي.»
د سادات د کارټ اشاره پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ته ده، چې ویل کېږي اوس د طالبانو په لاس کې دي.
یاده دې وي، چې جنرال خوشحال سادات څو ورځې وړاندې د افغانستان انټرنشنل په اېکس سپېس کې د پاکستاني طالبانو په اړه ویلي وو، چې تر پخوا لا قوي شوي او پاکستان یې د قابو کولو توان نلري.
د نوموړي په وینا، پاکستاني طالبان د پاکستان د پوځ لپاره په لوی ګواښ بدل شوي دي.