له کورمې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن سهار د کورمې په بګن سیمه کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې درمل او اړین توکي رسول.
ویل کیږي په دغه برید د پولیسو ځايي مشر جاوید الله او درې امنیتي کسان ټپیان شوي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته له کورمې ولسوالۍ څخه ځايي خبریالانو نن شنبه د (مرغومي ۱۵مه) وویل، چې نن سهار د کورمې په بګن سیمه کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې درمل، تیل، خوراکي او اړین توکي رسول.
سرچینې وايي، له دغه کاروان سره د ځايي پولیسو مشر جاوید الله محسود هم ملتیا کوله چې په برید کې د هغه موټر په نښه شوی، هغه او درې نور امنیتي کسان په کې ټپیان شوي.
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري هم وايي، چې په برید کې د ځايي پولیسو مشر جاوید الله محسود ټپي شوی او ښايي په چورلکه کې د هوا له لارې پېښور ته د درملنې لپاره ولېږدول شي.
په کوهاټ کې تېره اوونۍ د امن په لويه جرګه کې د ګوندونو په استازيتوب ۴۵ کسانو د سولې په تړونلیک لاسليکونه وکړل. چې د جرګې د پرېکړې له مخې لومړی به اوربند کیږي، بیا به له دواړو لوریو وسلې راټولیږي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته به هڅه کیږي.
په تړونلیک کې ویل شوي چې که په کومه سیمه کې بیا هم کومه پېښه وشي نو د امن کمېټه به سملاسي فعاله شي. او دویم اړخ به یې په وړاندې د غچ اخیستو هڅه نه کوي.
خو تر اوربند وروسته د خوارکي او اړینو توکو پر کاروان او امنیتي کسانو برید به په سیمه کې رامنځته شوی د سولې لږ چانس به هم له منځه یوسي او یو ځل بیا به د شعیه او سني جګړې ته لمن ووهي.