محمود خان اڅکزی: له کړکیچونو سره مخامخ پاکستان پر افغانستان بریدونه کوي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۵

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په یوې خبري غونډه کې ویلی، سره له دې چې پاکستان له سخت سیاسي،‌ اقتصادي او قانوني کړکېچ سره مخامخ دی ؛خو «لېوني واکمنان» یې بیا پر افغانستان هوایي بریدونه کوي.

ښاغلی اڅکزی وايي، د شهباز شریف او هغه د ډلې له لوري پاکستان د ګړنګ غاړې ته نږدې شوی او ژر تر ژره باید د پاکستان د ژغورنې لپاره د پوځ په ګډون د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د غړو د سلا مشورو لپاره درې ورځینۍ غونډه راوبلل شي.
محمود خان نیوکه کړې، سره له دې چې د پاکستان دننه ناورین ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی او ګڼې ننګوونې یې پر مخ پرتې دي، خو د پاکستان واکمنانو ځانونه لېوني‌ کړ‌ي او پر افغانستان بمبارۍ کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په دغې خبري غونډه کې غوښتنه کړې، چې پاکستان باید د سیمې د ثبات په ځانګړي ډول د‌ پښتنو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره د چین په مرسته د ګاونډیو هېوادونو ګډه ناسته جوړه کړي.
د هغه په وینا؛‌ چین له افغانستان سره اوسمهال ښه اړیکي لري او باید یوه ګډه غونډه راوبلل شي، چې د پاکستان په ګډون ټول ګاونډي هېوادونه طالبانو ته خپل شکایتونه وړاندې کړي.
د اڅکزي په خبره، که په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله اندیښنې وي د ګاونډیانو په حضور کې دې طالبانو ته ښکاره کړل شي او همدا راز دې د طالبانو اندیښنې هم واوریدل شي چې ولې داسې کوي؟
محمود خان اڅکزي د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت جعلي بللی او ادعا یې کړې چې لومړی وزیر هڅه کوي‌ دغه هېواد کورنیو جګړو ته ټیل وهي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په وار، وار په دغه خبري کنفرانس کې ټینګار کړی چې غواړي پاکستان له اوسني ناورین څخه وژغوري او د دغه هېواد سیاسي ترینګلتیا ته ځورېږي.
د پاکستان دننه د سیاسي ګوندو ترمنځ ناندرۍ تر بل هر وخت ډېرې شوي او د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر زنداني کیدو وروسته سیاسي تربګنیو زور اخیستی دی.
له دې ورهاخوا پاکستان ته یو بل سرخوږی په پښتون مېشته سیمو کې د پاکستاني طالبانو پراخ بریدونه دي چې په دې وروستیو کې یې ګڼ پوځي مرکزونه په نښه کړي‌ او درنې مرګ ژوبلې یې ور اړولي دي.

نور خبرونه

رادیو