د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، طالبان په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، زیان منونکو قومونو او مذهبي لږکیو له حقونو څخه سرغړونې او د ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د دغه غورځنګ لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی؛ خو نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د تعامل په نامه له دغې ډلې سره د ملاتړ او فرصتونو د ورکولو سیاست ته دوام ورکړی.
خبرپاڼه زیاتوي، د ځینو هېوادونو لهخوا د خپلو ګټو لپاره له تور نوملړه د طالبانو نوم اېستل د ترهګرو ډلو له مالي سرچینو او ملاتړ سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې همغږۍ د کمزوري کېدو لامل ګرځېدلی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، پر طالبانو د بندیزونو د بشپړ نه پلي کېدل نه یوازې دا چې کورنۍ منفي اغېزې یې لرلي؛ بلکې د قانون د حاکمیت اصول او په نړۍواله کچه د ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د امنیت شورا اعتبار هم زیانمنوي او طالبان هڅوي چې خپل جنایتونه تکرار کړي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه سرغړونې وکړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د ترهګریزو سازمانونو د هر اړخیز او متحد نوملړ نشتوالي د ترهګرۍ سره د مبارزې په نړۍوالو هڅو منفي اغېز کړی دی.
دغه غورځګ له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو چې پر طالبانو یې بندیزونه لرې کړي غوښتي، چې پر طالبانو دې په بشپړ ډول بندیزونه ولګوي او له دې ډلې سره دې له تعامل څخه ډډه وکړي.
دغه غورځنګ دغه راز پر طالبانو د هر ډول فشار د زیاتولو غوښتنه کړې او په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو، زیان منونکو قومونو او مذهبي لږکیو لپاره د ملاتړ په زیاتولو ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې پر خلکو د طالبانو د بندیزونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره باید د نړۍوالو سازمانونو له لارې اغېزمن مرستندویه پروګرامونه پلي شي چې له امله یې عدالت او د بشري حقونو ساتنه خوندي شي.
دغه غورځنګ د ځينو هېوادونو لهخوا د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د نوم د اېستلو او له دغې ډلې سره د اړيکو د عادي کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو په اړه پر خپلو ناسمو سياستونو بیا له سره کتنه وکړي.