محسن داوړ: پښتونخوا د پاکستان د ناسمو تګلارو او سیاستونو له کبله په اور کې سوځي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۱

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ په خپله تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې په خېبر پښتونخوا کې روان تاوتریخوالی د پاکستان د ناسمو تګلارو او سیاستونو پایله ده.

هغه ټینګار کړی چې په مکین، جاني خېل، شوال او کورمه کې د وضعیت خرابېدو لپاره قصدي هڅې روانې دي، او دا شخړې د سیمې د بې‌ثباتۍ لپاره پلان شوې دي.
محسن داوړ ویلي، په کورمه کې د سنیانو او شیعه مذهبو ترمنځ جګړه د پاکستان د دولت له خوا د خپل نفوذ د ساتلو لپاره پيل شوې ده.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د خپلو امنیتي او سیاسي موخو لپاره ټول ممکنه وسایل کاروي او د دغو شخړو دوام سیمه، نوره هم په کړکېچ کې ډوبوي.
نوموړي د تېرو څلوېښتو کلونو جګړې ته په اشارې سره ویلي، چې د پښتونخوا پر خاوره د تاوتریخوالي لړۍ له هغه وخت راهیسې روانه ده چې امریکا په افغانستان کې مجاهدین واک ته ورسول، وروسته یې طالبان مسلط کړل،بیا جمهوریت، او په وروستي ځل یې طالبان بیا ځلي بېرته واک ته ورسول.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر خبرداری ورکړی، اوس داسې ښکاري چې د افغاني طالبانو پر وړاندې د داعش ډله فعالېږي، او دا د سیمې لپاره لا نورې ستونزې راولاړولای شي.
محسن داوړ زیاته کړې چې ټي ټي پي د افغان طالبانو شاګردان دي او د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې د تاوتریخوالي د دوام لامل شوې دي. خبرپاڼه کې راغلي چې پښتانه باید د پاکستان او نورو بهرنیو قوتونو د جګړو خوراک ونه ګرځي او د دغو جګړو له زیانونو ځانونه وژغوري.
د خبرپاڼې په پای کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د عدم تشدد پر تګلاره ټینګار شوی او له پښتنو یې غوښتي چې خپل ځوانان د جګړې له اور څخه لرې وساتي او د سولې لپاره ګډ کار وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په خېبر پښتونخوا کې د جګړو لمن مخ په پراخیدو ده او د پاکستاني طالبانو بریدونه هم تر بل هر وخت ډېر شوي دي.

نور خبرونه

رادیو