د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره ورځ یې د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې د یو لړ استخباراتي معلوماتو له مخې عملیات کړي چې له امله یې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان د دغې پوځي سرچېنې په خبرپاڼه کې راغلي چې، له دغو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي، چې د «امنیتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ولسي وګړو په هدفي وژنو کې ترې کار اخیستل کیده.»
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او یا کومې بلې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد لا هم عملیات روان دي او هڅه یې دا ده چې دغه سیمه د وسله والو څخه پاکه کړي.