په خیبر پښتونخوا کې حکومتي چارواکي وایي، په کورمې ولسوالۍ کې د رامنخته شوې قبیلوي او مذهبي شخړې ښکیلې خواوې ښایي نن سې شنبه د (مرغومې ۸مه) د سولې تړون لاسلیک کړي، چې ورسره به په سیمه کې رامنځته شوی ناورین پای ته ورسېږي.
د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند، بریسټر محمد علي سیف خبریالانو ته ویلي، چې د جرګې استازي په کوهاټ کې راټولېږي او د پرېکړې د اعلان په دغو مراسمو کې به د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر هم ګډون کوي.
پاکستانۍ ډان ورځپانې ته د دغه جرګې غړي او پخواني فدرالي وزیر ساجد علي ویلي، چې نن به جرګه د دایمي سولې د ټینګښت په موخه د ځايي چارواکو په حضور کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک کیدو وروسته به تړل شوې لارې هم پرانېستل شي.
د خېبر پښتونخوا د حکومت ویاند ویلي چې د دواړو ښکېلو غاړو څخه یولوری تر اوږدو خبرو اترو وروسته د سولې تړون لاسلیک کولو ته چمتو شوې؛ خو بل لوري دوه ورځې وخت غوښتې و، چې شوي وړاندیزونه وارزوي. هغه وویل: «جرګه کې به دواړه خواوې ګډون وکړي.»
د جرګې د پرېکړې له مخې به دواړه خواوې خپلې وسلې سپاري او سنګرونه به ړنګوي او بیا به ورپسې سمدستي سړکونه پرانېستل شي.
د خېبر پښتونخوا د حکومتي معلوماتو له مخې په سیمه کې د درنو وسلوشتوالی د سولې په راوستو کې یو خنډ دی او تر هغه وخته چې دواړه خواوې خپلې وسلې حکومت ته ونه سپاري، په سیمه کې سوله نه شي ټینګېدلی.
له سیمې یو شمېر سرچینو ویلي چې په دواړه لوریو کې داسې ډلې شته چې نه غواړي خپلې وسلې حکومت ته وسپاري او د دې جرګې د پرېکړه لیک له ځینو مادو سره مخالفت ښيی.
ویل کېږي په لومړیو کې دواړه غاړې د دوه اونیو لپاره په یوه اوربند راضي کړای شوي وو ؛ خو اوس دا موده لا نوره هم غځیدلې ده.
له بل لوري د کورمې اوسېدونکي د تېرو څو اوونیو راهیسې د لارو د بندیدو له امله له سخت ناورین سره مخ دي او ان د دغه لارو د بندښت له کبله ناروغانو ژوند بایللی چې په کې ماشومان هم شامل دي.
یو ځايي مشر میر افضل خان پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د سیمې په بازارونو کې د اړتیا وړ خوراکي توکه مخ په خلاصیدو دي او له همدې کبله ډېری هټۍ تړل شوي هم دي.
د پاړا چنار په سلطان، ګوسار او باګان سیمو کې د رامنځته شوي ناورین د پای ته رسیدو په موخه اعتراضیه ناستې رواني دي چې د سیمې خلکو ته د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنې هم کېږي.
په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د ځمکو او غرونو پر سر له کلونو راهیسې وسله والې نښتې رامنځته کېږي چې په لړ کې یې سلګونه ځايي اوسیدونکي وژل شوي هم دي.