د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، وروستي راپورونه ښيي چې طالبانو د کابل، ننګرهار، لوګر، هرات او غزني ولایتونو په ځینو برخو کې د ښځو او نجونو د ټلیفونونو څار او پلټنه پیل کړې.
دوی وايي، د طالبانو لهخوا د ښځو د ټلیفونونو پلټل له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک څنډې ته کول او یا حذفول یوې خطرناکې مرحلې ته رسېدلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یو چا په شخصي حریم کې لاسوهنه د محرمیت او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ډېرو افغان مېرمنو لپاره مبایل ټلیفون یوازې د اړیکو وسیله نه ده؛ بلکې دوی یې د زدهکړو، کار کولو او نړۍوال پوهاوي ته د لاسرسي لپاره کاروي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه حیاتي سرچینې د څارنې او کنټرول لپاره د طالبانو پرېکړه نه یوازې ښځې نور هم ګوښه کوي؛ بلکې دوی اړ باسي چې نورې تسلیمې شي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي: «پر مبایل ټلیفون د کنټرول په ترلاسه کولو سره طالبان هڅه کوي، چې د نړۍ سره د افغانستان د مېرمنو اړیکې پرې کړي او د دوی غږونه دپ کړي.
دغه غورځنګ ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنې تورنه کړې، چې د طالبانو لهخوا د ښځو په وړاندې پر زیاتېدونکي ظلم یې سترګې پټې کړې دي.
د خبرپاڼې په ټکو، نړۍوالې مداخلې نشتوالي طالبانو ته اجازه ورکړې چې دغه ډله افغانستان د ظالمانه اېډیالوژۍ په یوه مرکز بدل کړي.
دغه غورځنګ له حکومتونه او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې په ښکاره ډول د طالبانو کړنې وغندي او د دوی په مشرتابه بندیزونه ولګوي.