د پاکستان حکومت ویلي چې په دې هېواد کې ټولې مدرسې باید په ۶ میاشتو کې ثبت شي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۰

د پاکستان حکومت ویلي، چې د نوي قانون له مخې باید په دغه هېواد کې ټولې مدرسې په ۶ میاشتو کې له حکومت سره ثبت شي.

دغه پرېکړه تر هغه وروسته وشوه، چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ټولنې د ثبت قانون توشیح کړ.
د راپورونو له مخې، د دې قانون له پلي کېدو وروسته تاسیس شوې مدرسې باید ثبت شي.
د دغه قانون له مخې، دیني مدرسې باید د خپلو تعلیمي فعالیتونو کلنی راپور حکومت ته وړاندې کړي او له افراطیت او تاوتریخوالي څخه هم ډډه وکړي.
د دغه قانون پر بنسټ به ښوونځي د پوهنې وزارت پر ځای د پاکستان د صنعت له وزارت سره ثبت شي.
د جمعت علما اسلام ګوند چې رهبري یې مولانا فضل الرحمن کوي ددغه نوي قانون هرکلی کړی او یاد قانون یې د مدرسو د خوندي کولو لپاره ګټور یاد کړی.
د دغه ګوند وياند اسلم غوري دا قانون ستره بریا وبلله او ویې ویل، د دې بريا لامل د ټول هېواد د علماوو او ديني بنسټونو دي، چې مدرسې نه يوازې د اسلام قلعه، بلکې د پاکستان د نظرياتي جغرافیې ساتونکي هم دي

نور خبرونه

رادیو