محمد صادق کابل ته د خپل سفر معلومات له شهباز شریف سره شریک کړل

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې کابل ته یې د خپل وروستي سفر په اړه معلومات د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره شریک کړل.

محمد صادق زیاتوي چې له شهباز شریف سره یې له اوسني نظام سره پر دوه اړخېزو اړیکو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن دوشنبه «د مرغومي ۱۰مه» پر خپل اېکس ولیکل، چې کابل ته یې د خپل وروستي سفر معلومات له شهباز شریف سره شریک کړل.

ددې لیدنې د جزئیاتو په اړه معلومات نه دي ور کړل شوي، خو د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼه وايي، دا سفر له افغانستان سره د ترینګلو اړیکو د رغولو او د پاکستان د اندېښنو د حل په برخه کې یوه هڅه وه.

ورځپاڼه وايي، د تیر کال په اوږدو کې اسلام‌اباد د طالبانو له حکومت سره له دې امله اړیکې پرې کړې وې، چې د ټي ټي پي پرضد ګامونه نه اخلي.

ورځپاڼه وايي، محمد صادق د دغه سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې د ډیپلوماتیک حل لپاره فرصتونه برابر کړي.

د ایکسپرېس ټربیون په باور، محمد صادق کابل ته په دې ماموریت تللی و، چې طالبان دې دټي ټي پي په اړه خپل دریځ بدل کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو په منځ کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق دغه سفر پر دې څوکۍ د هغه له بیا ځلي ټاکل کېدو وروسته لومړنی سفر و.

محمد صادق په کابل کې و، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ملکي وګړي ووژل.

طالبانو هم د پاکستان هوايي بریدونو ته ځواب ورکړ او د خوست او پکتیا ولایتونو په امتداد کې یې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو اړوند پوستې په نښه کړې.

نور خبرونه

رادیو