د طالبانو اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې نادولتي موسسو ته تازه خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې کړي.
د طالبانو مشر ملا هبتالله دغه پرېکړه په خپل تازه فرمان کې کړې ده.
افغانستان انټرنشنل د هغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې ده چې د طالبانو له لوري اکبر موسسې ته استول شوی چې په کې د طالبانو اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به یې جوازونه لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړلي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله یو شمېر موسسو وار له مخه په دفترونو کې د ښځینه وو کارځایونه له نارینه وو جلا کړي او ځینو موسسو لا د ښځینه کارکوونکو شمېر هم کم کړی دی.
د طالبانو له لوري روانو بندیزونو د افغانانو پر رواني حالت خورا بدې اغېزې کړي او پر ښځینه وو سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې انجونې په رواني ناروغیو اخته شي.
د مسکا (مستعار نوم) په نوم یوه کابل مېشتې پېغله وايي، د جمهوریت پر مهال به هر سهار له خوبه تر پورته کیدو وروسته د طالبانو له لوري د ترسره شويو ترهګریزو بریدونو له بدو خبرونو خبریده او اوس بیا هره ورځ له خوبه تر پاڅیدو وروسته د ښځو په اړه د طالبانو تازه بندیزونه اوري.
ویل کېږي تېره اوونۍ د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل مشر ملا هبتالله لیدو لپاره کندهار ته تللی و، څو یې قانع کړي چې پر نادولتی موسسو بندیزونه نه لګوي؛ خو د راپورونو له مخې طالب مشر یې دا وړاندیز نه دی منلی.