د ناروې د کډوالو شورا: په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

۲ ورځې مخکې

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېند وایي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه پر خپل ایکس ځینې داسې انځورونه خپاره کړي، چې افغانستان کې له بیوزلو ښځو سره پر ځمکه ناست دی.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: « زه افغانستان ته راغلی یم، چېرې چې پاکستان ۸۰۰ زره افغانان بېرته دغه هېواد ته ستانه کړي او ایران هم پلان لري، چې دوه مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.»
نوموړي لیکلي، په هرات ولایت کې یې له هغو مېرمنو سره لیدلي چې د خپلو مېړونو پرته بېرته افغانستان ته راستنول شوې وې او له سختې بې وزلۍ او ناهیلۍ سره مخ وې.
هغه زیاته کړې، دا یو داسې ناورین دی چې نړۍ له پامه غورځولی دی.
له بل پلوه وړمه ورځ اروپایي ټولنې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۳۶ ملیونه یورو مرسته کړې.
د دغې مرستې تړون د جمعې په ورځ د (مرغومي په ۲۸مه) د هرات ولایت په اسلام کلا کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او په افغانستان کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال تر منځ لاسلیک شو.
جان اګلېند په یوې بله لیکنه کې هم د هغو ماشومو نجونو تصویرونه خپاره کړي، چې غالۍ اوبدي.


هغه لیکلي، د افغانستان په هرات ولایت کې دغه نجونې چې له شپږم ټولګي څخه ډېرې زده کړې نه شي کولی؛ د زده‌کړو پر ځای غالۍ اوبدل غواړي.
هغه په خپلې لیکنه کې د یوې ماشومې له حوالې لیکلي: «ما خپل پنځم ټولګی پای ته ورساوه؛ خو زما خوب لا هم په راتلونکې کې ډاکټره کېدل دي.»
هغه له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه لیکي، دا د بنسټیزو بشري حقونو له منلو څخه د نه زغملو وړ انکار دی.

نور خبرونه

رادیو