د طالبانو پلویان وايي د نړۍوالو مرستو بندېدل به د افغانستان د اقتصادي سقوط لامل شي

۴ ورځې مخکې

طالبانو ته نږدې کس او د پخوانۍ ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وایي، د نړۍوالو مرستو بشپړ بندېدل یا د پام وړ کمښت به د افغانستان د اقتصاد د سقوط لامل شي.

تر دې وړاندې یو شمېر امریکايي چارواکو پر افغانستان د مرستو بندېدو خبره کړې وه.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان "ناوړه اقتصاد" د لسیزو جګړو او سیاسي بې ثباتۍ پایله ده.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې وویل چې امریکا «طالبانو ته ملیاردونه ډالر استوي.» هغه وویل طالبانو ته د پیسو لیږل ورته د منلو وړ نه دي او ویې ویل چې دا مرستې «باید بندې شي.»

مهدوي لیکلي، چې د افغانستان اقتصاد د پخوانیو واکمنانو او سیاسي مشرانو د فساد او بې کفایتۍ له امله خراب شوی دی.
هغه ادعا کوي، چې په سلګونو میلیارد ډالر نړۍوالې مرستې د ځینو بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او د پخواني حکومت د فاسدو چارواکو ترمنځ د همکارۍ له لارې غلا شوې دي.
ښاغلی مهدوي زیاتوي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو سره نړۍوالو مرستو د بندېدو او د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د وتلو سره، عمومي انګېرنه دا وه چې د افغانستان اقتصاد به ډېر ژر سقوط وکړي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د پیسو د استولو موضوع د جمهوري غوښتونکو او د ډونالډ ټرمپ د ډلې تر منځ یو له مهمو بحثونو څخه ده.

په دې وروستیو کې امریکايي میلیاردر او د ټرمپ اغېزمن سلاکار ایلن ماسک هم پر دې موضوع غبرګون ښودلی دی.
د مهدوي په وینا: «د افغانستان خلکو ته د محدودو بهرنیو مرستو دوام، د طالبانو له‌خوا د ځانګړو اقداماتو سره یوځای، نه یوازې د افغانستان اقتصاد د بشپړ سقوط مخه ونیوله؛ بلکې انفلاسیون یې هم کم کړ او د افغانستان د اسعارو ارزښت یې هم ثباته وساتلو.
هغه خبرداری ورکوي، چې د مرستو بندېدل یا کمښت به یو ځل بیا افغانستان د مخدره توکو د قاچاقبرانو، انساني قاچاقبرانو، مسلکي مجرمینو او نړۍوالو ترهګرو ډلو په مرکز بدل کړي.
جعفر مهدوي وړاندې کاږي: «د مرستو دوام نه یوازې د طالبانو حکومت؛ بلکې د افغانانو، ناروغ اقتصاد، د سیاسي ټیکاو پیاوړتیا، سولې او نړۍوال امنیت لپاره اړینې دي.»
هغه لیکلي: «زه هیله لرم، چې د نړۍ مشران، د ملګرو ملتونو چارواکي، او په ځانګړې توګه ښاغلی ډونالډ ټرمپ او د هغه همکاران به د افغانانو سره د نړۍوالو مرستو د دوام او زیاتوالي په اړه مسوولانه پرېکړې وکړي.»

د طالبانو مخالفانو د ټرمپ او د هغه د سلاکارانو د څرګندونو هرکلی کړی دی. دوی ویلي چې طالبان د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو په افغانستان کې ترهګري روزي.

نور خبرونه

رادیو