له سیمې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.
تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (مرغومي اتمه) له سیمې ځینو سرچینو ويلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د پکتیا ډنډي پټان او خوست علیشېرو ولسوالیو ځینو برخو کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.
د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ ویلي، چې په دغې جګړه کې د پاکستان لوري ته یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.
دغې رسنۍ ویلي، چې افغان لوري ته د درې تنو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دغې رسنۍ دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان نظامي او که ملکي کسان دي.
په خواله رسنیو هم ځینو فعالانو ویډیوګانې خپرې کړې چې د جګړې له وېرې په خوست کې د جګړې سیمې ته نږدې خلک له کورونو وتلي او خوندي ځایونو ته په تېښته دي.
د طالبانو د استخباراتو یو غړي هم په ایکس پاڼه لیکلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ډنډي پټان ولسوالۍ سره نږدې غوځګړي او خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ ډبګي کلیو پر پوستو یې سخت بریدونه کړي خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
پاکستاني لوري هم په رسمي ډول په اړه څه نه دي ویلي.
په خواله رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کیږي او خلک یې د تېرې شپې د جګړې ویډیو یادوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څو ځایونو بمبار وکړ چې د طالبانو حکومت په خبره تر ۵۰ ډیر ولسي خلک په کې ووژل شول.
ځینې طالبانو ويلي، چې د دغه برید غچ به له پاکستانه اخلي.
پاکستاني لوري بیا دعوه کړې چې په دغه برید کې د ټي ټي پي څو مرکزونه په نښه کړي او لسګونه د ټي ټي پي وسله وال یې وژلي دي