پښتون سیاستوال او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ وايي، پاکستان د تېر افغان حکومت د نسکورېدو پر مهال ټي ټي پي وسله وال امریکا ته په ټېکه ورکړي وو.
هغه وايي، پاکستان ځکه پر افغانانو بمبارۍ کوي چې هغوی ته وښايي خپلواکي نه لري.
تېره ورځ جمعه د (مرغومي اوومه) د سوېلي پښتونخوا په لورالايي کې د ملي جهوري ګوند په پښتنو سیمو کې د امن راوستلو په موخه غونډه رابللې وه او په غونډه کې د سیمې د ناامنۍ او وسله والو فعالیتونو د بندیدو غوښتنه وشوه.
د ملي جمهوري ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د پاکستان پر حکومت او استخباراتي ادارو تور پورې کړ، چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته د جګړو لپاره زمینه برابروي.
محسن داوړ وويل، چې «ټي ټي پي، په کابل کې واکمن طالبان او نورې ترهګرې ډلې ټولې د پاکستان استخباراتي ادارو جوړې کړي او هر ځای یې چې زړه وي هغه پرې ناامنه کوي.»
ښاغلي داوړ وويل: «چې د پاکستان پوځ او حکومت ټي ټي پي ته اوس خوارج وايي، چې هغه کابل کې یې د دوی استاذان واکمن کړل هغه څوک دي؟ هغه خو هم پاکستان واکمن کړل.»
تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د محسن داوړ دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
محسن داوړ د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وویل، چې ترهګري په افغانستان او پښتونخوا کې نه شته بلکې په راولپندۍ، لاهور او د پنجاب په نورو سیمو کې ده او هلته یې باید مخه ونیول شي.
ښاغلي داوړ د پاکستان په حکومت تور پورې کړ چې ترهګري د پاکستان کاروبار دی او دوی یې په لوی لاس زیاتوي او مخه یې نه نیسي.