طالبانو په فاریاب کې یوه ښځه د «غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۸

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په فاریاب کې یې یوه ښځه د «غلا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلې ده.
پر طالبانو له نړۍوالو نیوکو سره دغې ډلې په عام محضر کې د سزاګانو لړۍ روانه ساتلې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن شنبه د (مرغومي اتمه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ ابتداییه محکمې یوه ښځې ته د «غلا» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزاګانې په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ابتداییه محکمې په عام محضر کې پر یوې ښځې عملي کړه.
په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو دغه تورنه ښځه ۳۹ دورې وهلې ده.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.

نور خبرونه

رادیو