د طالبانو دفاع وزارت وايي، له پاکستاني ځواکونو سره یې نښته کړې، خو مقابل کې جيونيوز د پاکستان د امنيتي ادارو له قوله ویلي، «خوارجو له افغان طالبانو سره په ګډه» د دوی پر پوستو بريدونه کړي.
دې سرچینو ویلي دې پېښه کې یې ۳ سرتېري ټپیان شوي او مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
د پاکستان حکومت او ادارې ټي ټي پي او د دغه هېواد ضد وسلوالو ته خوارج وايي.
پاکستان لوري ویلي، چې په ځوابي بريدونو کې افغان لوري خپلې ۶ پوستې خوشې کړې او مرګ ژوبله هم ور اوښتې ده.
پاکستاني ځواکونو ويلي، چې په دې پېښه کې د دوی درې امنیتي سرتيري هم ټپيان شوي دي.
خو فرانس خبري اژانس ته پاکستاني سرچینو منلې چې یو سرتېری یې وژل شوی او ۷ ټپیان دي.
له جیو نیوز سره خبرو کې د پاکستان امنیتي ادارو د نښتې ځای هم شمالي وزيرستان او کورمه ښودلي او زیاته شوې له ۲۰ تر ۲۵ خوارجو او د پاکستان پر پوستو د بريدونو هڅه کوله، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې.
د طالبانو دفاع وزارت هم نن شنبه ومنله چې خوست او پکتیا کې یې پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې.
دغه دواړه ولایتونه له شمالي وزیرستان او کورمې سره څنګ په څنګ پراته دي.
دغه وزارت د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.
په سیمه کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته باوري سرچینو ویلي، چې د پکتیا په ډڼډي پټان ولسوالۍ کې اوم سرحدي کنډک ته څېرمه د پاکستان له لوري په توغول شوي هاوان ګولۍ سره درې ولسي کسان وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه ګولۍ د کوچیانو په خیمه لګېدلې او دغه درې تنه یې وژلي.
په خبر کې راغلي، چې پاکستان په وار وار له افغان طالبانو غوښتې، چې خپله خاوره دي د خوارجو په ګټه نه استعمالوي.
پاکستان لوری ادعا کوي، چې خوارج او ترهګر له افغان خاوري څخه په پاکستان کې ترهګريز بريدونه تر سره کوي؛ خو افغان طالبانو د پاکستان دغه خبري رد کړي.