طالبان پر پاکستاني پوځ برید د «شریرو عناصرو» پرضد او پاکستان یې د «خوارجو» په مټ برید بولي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۸

د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید د “شریرو عناصرو”او د هغوی د ملاتړو پر پټنځیو برید بللی. پاکستاني رسنیو هم د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې “د خوارجو په ملاتړ یې د افغان طالبانو” د برید مخه نیولې.

دا اول ځل دی چې دواړه لوري په دغه برید پسې ورته خبرې کوي.

طالبانو تېره شپه پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر یو شمېر پوستو بریدونه وکړل.

د طالبانو د دفاع وزارت په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي، چې “شریرو عناصرو” او د هغوی د ملاتړو پر پټنځیو یې برید کړی دی.»

طالب پلوه رسنیو هم په اړوند خبرونو کې خپله لهجه بدله کړې ده.

د طالبانو استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد پر پاکستاني امنیتي پوستو باندې د طالبانو د برید اړوند لیکلي دي: «تېره شپه د خوست د علیشرو ولسوالۍ له لوري په ډبګي سیمه کې د فرضي کرښې پورې خواته د فتنه ګرو او د دوی د ملاتړو په پټنځیو او مرکزونو انتقامي بریدونه او چاودنې شوې دي.»

دغې رسنۍ ویلي، د خوست د علیشرو او ډنډ پټان ولسوالیو له شپږو سیمو د فتنه ګرو پر پوستو طالبانو تېره شپه تر سهاره بریدونه کړي دي.

د پاکستان ځینې رسنیو هم پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو بریدونو ته ورته پوښښ ور کړی دی.

جیو نیوز د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي، چې تېره شپه پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځیانو پر امنییتي پوستو افغان طالبانو د “خوارجو” په ملاتړ بریدونه کړي دي.

دا لومړۍ ځل دی، چې پاکستان د طالبانو بریدونه د خوارجو بریدونه بولي او طالب پلوه رسنۍ بیا پاکستاني ځواکونو پوستو ته د فتنه ګرو لفظ کارولی دی.

د نیشن په نوم یوې پاکستاني رسنۍ بیا راپور ورکړی دی؛ چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د پاکستان او افغانستان پر پوله “د خوارج وترهګرو د خراسان ډلې”برید په بریالیتوب سره ناکام کړ.

دغې رسنۍ راپور ورکړی، چې د دسمبر د ۲۷-۲۸مې په شپه د ۲۰څخه تر ۲۵ پورې “خوارج ترهګرو” هڅه وکړه چې د افغان طالبانو د سرحدي پوستو په کارولو سره له کورمې او شمالي وزیرستان پاکستان ته ننوځي، خو پاکستاني ځواکونو په چټکۍ سره ځواب ورکړ او دا هڅه یې شنډه کړه.

د راپور له مخې، د ډیسمبر د ۲۸مې “خوارجو او افغان طالبانو” په ګډه د درنو وسلو په کارولو سره په پاکستاني پوستو بې دلیله برید پیل کړ.

پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د افغانستان لوري ته درانه زیانونه اوښتي دي، چې له ۱۵څخه زیات “خوارج او افغان طالبان” پکې وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

دوی دا هم ویلي، چې افغان طالبانو خپلې شپږ سرحدي پوستي هم خوشې کړې دي.

د افغان طالبانو دا بریدونه د پاکستان هوايي ځواکونو د څلور ورځې وړاندې د پکتیکا په برمل او سپېره ولسوالۍ کې هوايي بریدونو پسې دي.

طالبانو هغه مهال ویلي و، چې د پاکستان یاد بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

نور خبرونه

رادیو