د پاکستان د پارلمان پخواني مشر اسد قیصر ویلي، چې د افغانستان پر روان وضعیت ژوره اندېښنه لري، او دواړه هېوادونه باید دغه وضعیت د خبرو او له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
هغه ويلي، چې پاکستان له افغانستان سره مذهبي او د وینې ژورې اړیکې لري.
د پاکستان د پارلمان پخواني مشر او د تحریک انصاف ګوند د رهبرۍ غړی اسد قیصر په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو پیغام کې ویلي، چې د افغانستان پر روان وضعیت ژوره اندېښنه لري، او دواړه هېوادونه باید دغه وضعیت د خبرو او له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
نوموړي ویلي، اوسنی وضعیت په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کولای شي، او د پاکستان حکومت باید د افغانستان د مسلې په اړه ټولې خواوې په اعتماد کې واخلي.
د پاکستان د پارلمان پخواني مشر وويل چې د خېبرپښتونخوا د سياسي مشرانو په ګډون دې يوه جرګه جوړه شي او د هغوي د وړاندیزونو سره دې دغو ستونزو ته حل لارې ولټول شي.
اسد قیصر وویل موږ له ۴۰ تر ۵۰ کلونو له جګړو ستړي شوي یو، او له یوه مسلمان ګاونډي هیواد سره دا ډول وضعیت ورته د منلو نه دی.
هغه وویل چې جګړه، تاوتریخوالی او تیري د هیڅ یوې ستونزې د حل لاره نه ده، پاکستان او افغانستان باید خپلې اندیښنې یو بل ته وسپاري، او هیله لري چې لویې ستونزې د جرګو او خبرو له لارې هوارې شي.
څلور ورځې وړاندې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په څو برخو هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو د چارواکو په خبره تر ۵۰ زیات کسان یې ووژل چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم په دغو بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله تایید کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف هم ويلي، چې په پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۲۰ تنه ماشومان وژل شوي دي