د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د دغه هېواد د هوايي بریدونو په اړه وویل چې اسلام اباد له افغان طالبانو سره ډیپلوماسۍ ته ډېر اهمیت ورکوي.
ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، پاکستان لا هم لېواله دی چې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د شتون ستونزه له طالبانو سره د سیاسي خبرو له لارې حل کړي.
هغه د پاکستاني وسله والو له خوا په بريدونو کې ملکي تلفاتو ته له اشارې پرته وويل چې «عمليات په احتياط سره پلان شوي او د واقعي او کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.»
طالبانو اعلان کړی، چې تېره شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په کابل کې و او له طالب چارواکو سره یې د دواړو لورو په اړیکو کې د شته ستونزو او د پاکستاني طالبانو په اړه له پاکستان سره همکارۍ ته د طالبانو د هڅولو په اړه خبرې کولې.
يو شمېر پاکستاني خبريالانو د پنجشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې پاکستان پر پوځي بريد او افغانستان ته د ځانګړي استازي په لېږلو سره متضاد چلند کړى دى. خو د دغه وزارت ویاندې دغه تضاد رد کړ.
زهرا بلوچ په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د پاکستان اندېښنو ته په اشارې سره وویل: دا مسایل زموږ په دوه اړخیزه اجنډا کې پاتې دي او موږ به د سوداګرۍ، امنیت، د سرحدونو د مدیریت او ټرانزیټ په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړو.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي.