سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره د شته ستونزو پر حل خبرې کړې

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۴

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ‏سراج الدین حقاني د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره په لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د لا ښه‌والي او شته ستونزو د حل لپاره پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس پاڼه د سراج الدین حقاني او د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان له لېدنې خبر ورکړی.
هغه د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په حوالې لیکلي: «موږ ژمن یو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.»
ورته مهال سراج الدین حقاني هم ویلي، اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي؛ چې د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ټیکاو او پرمختګ تضمین شي.
د دغې لیکنې له مخې، ښاغلي محمد صادق په دغې لیدنه کې د خلیل الرحمن حقاني د وژنې په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د هغه د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د تسلیت مراتب هم وړاندې کړل.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر دوام؛ د پاکستان له‌خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د محمد صادق لومړی سفر دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تر دې وړاندې ویلي و، چې تېره شپه د (مرغومي په څلورمه نېټه) کابل ته رسېدلی او د طالبانو جګپوړو غړو یې هم تود هرکلی کړی دی.

نور خبرونه

رادیو