د پښتونخوا ایپېکس کمیټې په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې د تیرا او بنو د جانيخیلو وروستي امنیتي وضعیت ته په کتو هلته پوځي عملیات پیلوي.
دغې کمیټې د سیمې له خلکو غوښتي چې له خپلو کورونو ووځي، خو خلکو یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی.
د پښتونخوا د بنو په جانیخیلو کې ولسي خلکو د حکومت پر هغې پرېکړې غبرګون ښودلی او اعتراضي غونډه یې کړې چې ګنې د پوځي عملیاتو له امله دې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته دې کډه شي.
دغه اعتراض کوونکي وايي، چې دوی په هیڅ ډول دې ته نه دي چمتو چې خپل کورونه پرېږدي.
ایپېکس کمیټې ویلي، چې د امنیتي وضعیت له وڅیړلو وروسته ورته جوته شوې چې په تیرا او جاني خیلو کې د ترهګرو فعالیتونه ډیر شوي او د خلکو د ژوند او مال د ساتنې په موخه هلته د ترهګرو د ځپلو په موخه عملیات کوي.
د تېرې لیندۍ میاشتې په ۳۰مه نیټه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په ګډون چارواکو ایپېکس کمېټه کې د پښتونخوا د نورو سیمو د وضعیت د ارزولو او په اړه د تصمیم نیولو تر څنګ په جانیخیلو او تیرا کې هم د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې.
ایپیکس کمیټي په خپله ناسته کې د کورمې ولسوالۍ وروستي وضعیت ته په کتو هلته د تاوتریخوالي د کمولو په موخه هم پرېکړه کړې چې د جګړې دواړه لوري بې وسلې کړي خو لا نه معلومه چې په دې برخه کې به له کومو غبرګونونو سره مخ شي.