د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۱۲ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.
د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه بندیان تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دغه اژانس په تورخم کې د طالبانو د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې دغه کسان د اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو.
دغه اژانس زیاته کړې، چې دغه کسان تر درې ورځني بند وروسته بېرته خپل وطن ته ستانه کړای شوي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت (د لېندۍ په ۱۵مه نېټه) ویلي و، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستيو کې د تحریک انصاف په لاريونونو کې د ګډون په تور شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي او بندیان کړي دي.
طالبانو زياته کړې وه، چې په دغو لاريونونو کې افغانانو ګډون نه لاره؛ خو پاکستاني پوليس د افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.
خو لاتراوسه د دغو ۸۰۰ کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.