د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د (لیندۍ ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تهران د افغان کډوالو په جبري توګه د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او د تېر کال پرتله له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو شمېرې لوړې شوې دي.
په افغانستان کې د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې هره اونۍ د ایران له پولې افغانستان ته لسګونه زره افغانان راړول کیږي، چې له ګڼو بشري ستونزو او ننګوونو سره مخامخېږي.
یو اېن ایچ سي ار ویلي چې په جبري توګه په دغو راستنیدونکو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې په ایران کې یې د استوګنې معتبر اسناد درلودل.
د ملګرو ملتونو د یاد سازمان په همکارۍ د ایران سره په بېلابېلو پولو کې د افغانستان دننه راستنېدونکو کډوالو ته مرستندویه مرکزونه جوړ شوي، چې په کې نغدي مرستې او د لنډ مهال لپاره د اوسیدو استوګنځایونه شامل دي.
دغه سازمان وايي، چې له ایرانه په داوطلبانه توګه راستنیدونکو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له لوري نغدي مرسته هم کېږي.
له ایرانه په جبري توګه تازه را ایستل شوی افغان محمد عظیم په ژړغوني غږ وايي، چې په ژوند کې یې هر څه صفر ته راټیټ شوي او مرستې ته اړتیا لري.
هغه زیاتوي: «زه هېڅ نه لرم، بېخي مې ژوند صفر شوی دی او مرستې ته ډېره اړتیا لرم.»
د بشري مرستو د یو تن همغږي کوونکی بصیر احمد په وینا؛ له ایرانه په راوښتونکو کډوالو کې ډېری یې د مرستو او ملاتړ غوښتنه کوي.
اندیښنې دا دي چې له دغه هېواده را شړل کیدونکي افغانان په کور دننه د اقتصادي ستونزو تر څنګ له بې رزوګارۍ
او ناسم رواني حالت سره هم مخامخیږي.
د راپورونو له مخې له ایرانه په جبري توګه په رایستل شویو افغانانو کې د پخواني جمهوري نظام یو شمېر سرتېري هم شامل وو، چې خپلو سیمو ته تر رسیدو وروسته یې ځینې طالبانو په نښه کړي او وژلي دي.
په دې وروستیو کې ایراني ځواکونو یو شمېر افغانان وژلي، شکنجه کړي او د زنداني کیدو تر څنګ یې آن په دار هم
ځړولي دي.
یو شمېر نیوکه کونکي وایي، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د ایراني حکومت د دغه غیر انساني کړنو خلاف لازم اقدامات
نه دي کړي او لا یې هم ورسره په جدي توګه د افغان کډوالو ستونزې نه دي مطرح کړي.
ایران کې نږدې اته میلونه افغان کډوال اوسېږي چې شاوخوا ۴ میلونه یې په دغه هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.