د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان خوشې شول.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان (د مرغومي په ۲۲مه) بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د وزارت پر ایکس پاڼه لیکل شوي، چې دغه کسان په پاکستان کې په ناقانونه توګه پرته له اسنادو مېشت وو.
د لیکنې له مخې، دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو.
د ایکس په دغه یادښت کې لیکل شوي، چې دغه کسان له درې تر ۱۵ ورځو پورې په حاجي کمپ کې بندیان وو او تر راستنېدو وروسته یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه ځینو نړۍوالو بنسټونو ته ورپېژندلي دي.
له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي.
تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی و، چې د پاکستاني پولیسو لهخوا په بېلابېلو عملیاتو کې په اسلام اباد کې ۸ سوه افغان کډوال نیول شوي دي؛ خو د دغو کډوالو برخلیک لاهم روښانه نه دی.
د بښنې نړۍوال سازمان هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او په زور افغانستان ته د ستنولو په غبرګون کې پر دغه هېواد غږ کړی و، چې د افغان کډوالو نیول، بنديانول او ځورول ودروي.