د افغانستان د ښځو د ازادۍ غورځنګ وایي، چې پاکستان کې په مېشتو افغان کډوالو کې هغه ښځې، ماشومان، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او معترضې مېرمنې شاملې دي چې د سختو ګواښونو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په پاکستان کې هم مېشت دغه افغانان د جبري اېستنې له ګواښ، بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالي او ذهني فشارونه سره مخ دي.
د خبرپاڼې له مخې، ډېری کډوال په زوره افغانستان ته د ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ دي او ستنېدا سره سم بیا د دغو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په پاکستان کې مېشت دغه کډوال د روغتیا، ښوونې او روزنې او د اړینو خدمتونو له نشتوالي سر ټکوي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې په پاکستان کې سختو شرایطو د کډوالو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په رواني وضعیت سخته اغېزه کړې ده.
دغه غورځنګ د پاکستان پر حکومت، په دغه هېواد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، بهرنیو هېوادونو، نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی، چې افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنېدو مخه ونیسي او بهرنیو هیوادونو ته د پناه غوښتنې پروسې یې ګړندۍ کړي.
دغه غورځنګ ویلي، هڅه کوي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو غږ تر نړۍوالې ټولنې ورسوي.
دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې له ټولو اړوندو ارګانونو څخه د بېړني او مسوولانه اقدام غوښتنه کړې ده.
ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته بیا ویلي، چې د پاکستاني پولیسو لهخوا تر دې دمه تر ۱۰۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.