په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عثمان جدون د پاکستان طالبانو تحریک د زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دغه ډله په افغانستان کې په عمده توګه فعاله ده.
هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د طالبانو ملاتړ سره د ټي ټي پي ۶ زره وسله وال په افغانستان کې فعالیت کوي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عثمان جدون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د افغانستان د ننه او بهر ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی.
ښاغلي جدون دا هم وویل، چې پاکستاني سرحدي چارواکو د پاکستاني طالبانو تحریک د وسله والو څخه هغه کارول شوي عصري وسلې نیولي، چې ډیری یې په ښکاره توګه د افغان طالبانو لخوا د بهرنیو ځواکونو له پاتې نظامي زیرمو اخیستل شوې.
د پاکستان استازي خبرداری ورکړ، چې د ټي ټي پي زیاتیدونکی نفوذ ممکن دا ډله د مختلفو ترهګرو ډلو په لوی مرکز بدله کړي په ځانګړې توګه هغه ډلې، چې هدف يې د پاکستان بې ثباته کول دي.
د پاکستان استازي وویل، چې د پاکستان د حکومت څو ځله له طالبانو غوښتي، چې ټي ټي پي په وړندي اقدام وکړي؛ خو په کابل کې د طالبانو مشرتابه دغه غوښتنې او د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بريدونو د کولو خبرې رد کړې دي.
په دې ناسته کې د پاکستان استازي په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو ته هم اشاره کړې.
هغه په ځانګړې توګه په دولتي او خصوصي طبي موسسو کې د ښځو او نجونو د شتون بندیز ته اشاره وکړه او دا اقدامات یې د اسلامي اصولو خلاف وبلل.
جدون له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې طالبان دې د بشري حقونو په برخه کې د خپلو ژمنو حساب ورکړي.