د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي د جنورۍ له ۲۰مې نیټې مخکې د پاکستان حکومت ته د عمران خان د خوشې کېدو سپارښتنه کړې.
هغه خبرداری ورکړی، که حکومت د پاکستان ژغورل غواړي نو عمران خان دې خوشې کړي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پنجشنبه د (مرغومي ۲۷مه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې د متحده ایالاتو د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې باید د پاکستان حکومت عمران خان خوشې کړي او د تحریک انصاف له ګوند سره دې یوې هوکړې ته ورسېږي، چې له پرځېدو وژغورل شي.
زلمي خلیلزاد د ایکس په یادښت کې لیکلي چې پر عمران خان لګېدلي تورونه جعلي دي.
هغه ویلي، پاکستان د دې پر ځای چې په امریکا کې ځانته په لابي کولو پیسې لګوي، دغه مهم ګامونه دې واخلي او خپل راتلوونکی دې تضمین کړي.
نوموړي پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د امریکا له راتلونکي حکومت سره د اړیکو د ساتلو لپاره دې ژر تر ژره عمران خان خوشې کړي او د هغه له ګوند سره دې یوې هوکړې ته ورسیږي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د روان زېږدیز کال د پیل په پیغام کې د نړۍوالو اړیکو په اړه له ټرمپ څخه وغوښتل چې بې طرفه پاتې شي: «ټرمپ باید بې طرفه پاتې شي ځکه چې بایډن د جنرال باجوه په هڅونه د عدم اعتماد رایو له لارې زموږ د حکومت په نسکورولو سره لاسوهنه کړې وه او په دې ټوله نړۍ پوهېږي».
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي و، چې د تحریک انصاف ګوند له حکومت سره په خبرو اترو بوخت دی. هغه د خپلو نورو غوښتنو تر څنګ له زندانه د سیاسي بنديانو خوشي کول غوښتي دي.