د پاکستان د مشرانو جرګې غړی او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، پاکستان ملا هبت الله کچلاک ته راوست او هلته یې د طالبانو رهبر وټاکه.
نوموړی زیاتوي چې د حقاني ډلې ته هم د پاکستان له خوا امکانات ورکړل شول او په وزیرستان کې ځای پر ځای شوه.
نوموړی د پاکستان د مشرانو جرګې د چهارشنبې ورځ په غونډه کې زیاته کړې، چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پاکستانی پاسپورټ لاره او دا زمینه ورته د پاکستان اسټبلیشمینټ برابره کړې وه.
ایمل ولي خان زیاتوي: "په ۱۹۹۳ کال کې نوازشریف د طالبانایزیشن لپاره په ښکاره کار کاوه او کله چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه مشرف خپلې ټولې دروازې طالبانو ته خلاصې کړې او ټولې پښتونخوا او کوټې ته راغلل".
نوموړی وايي چې پاکستان د مجاهدینو په وړاندې د طالبانو ملاتړ وکړ او هغوی د افغانستان یو رهبر "ډاکتر نجیب الله" په څلور لاري کې ځوړند کړ.
ایمل ولي خان د پاکستان پر اسټبلیشمینټ غږ وکړ: "څه اړتیا وه چې له افغانستان سره مو دا ډول لوبې وکړې؟"
هغه وايي چې د پاکستان په ټولو ادارو کې د طالبانو ملاتړي موجود دي.
نوموړي وویل: "زموږ څه قسمت دی؟ یو جنرال راځي طالبان جوړوي او ملاتړ یې کوي خو بل راځي طالبان له منځه وړي".
د عوامي نشنل ګوند مشر د پاکستان پر پوځ او پخوانیو مشرانو نیوکه وکړه چې اوسنی حالت د دوی د نادرستو پرېکړو پایله ده.
د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان تېره اونۍ ویلي وو، چې پښتونخوا د "تباهۍ" په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې وه، په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وضعیت ډير خراب دی خو د پاکستان دوو ګوندونو ولس په سیاسي ډرامو بوخت کړی دی.
د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان ویلي وو، مرکزي حکومت د پښتونخوا ستونزو ته هیڅ رسیده ګي نه کوي.
نوموړی وايي: « پښتونخوا د تباهي په حال کې ده، هلته د حکومت حاکمیت کمیږي او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی».
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان واکمن شول په پاکستان کې د ناامنیو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان حکومت بیا په بار - بار افغان طالبان پړه ګڼلي دي او ویلي یې دي، چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.
طالبانو بیا د پاکستان ناامني د دغه هېواد داخلي مساله ګڼلې ده.