روان کال په خېبرپښتونخوا کې د ایډز ناروغۍ ۱۱۴۷ پېښې ثبت شوې دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۴

د جیونیوز د راپور له مخې د خيبرپښتونخوا د روغتیا وزارت په دغې صوبه کې د ایډز (ایچ ای وي) ناروغۍ ۱۱۴۷ پېښې ثبتې کړې دي.
وايي، دغه پېښې یوازې په روان ۲۰۲۴ کال کې ثبتې شوې دي.

د پاکستان جیونیوز نن شنبه د (لیندۍ ۲۴مه) راپور ورکړی چې د دغه هیواد په خيبرپښتونخوا ایالت کې په یوه کال کې په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۱۴۷ ښودل شوی چې په دې سره د دغه ایالت په روغتونونو کې په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۳۵۶ تنو ته لوړ شوی دی.
جیونیوز د خپرو شویو اسنادو له مخې ویلي، چې په خېبرپښتونخوا کې په ایډز ناروغۍ په اخته ناروغانو کې ۶۱۰۵ نارینه او ۲۰۸۰ ښځې شاملې دي.
د راپور له مخې د ایډز په ثبتو شویو کسانو ۱۷۱ نرښځي هم شامل دي.
د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال په پيښور کې ۲۵۰ کسان له ایډز ناروغۍ اغېزمن شوي دي.
راپور زیاتوي چې په ټولیزه توګه ۱۴۸۶ تنه د ایچ ای وي په وایرس ککړ ناروغان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.
د صوبې د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د ايچ ای وي په اخته ناروغانو کې ۱۳۷۸ د قبایلي سیمو، ۳۵۲ د افغانستان، ۱۱۲ د پنجاب، ۳۳ د سند، ۱۱ د بلوچستان، ۱۴ د ګلګت، ۶ د آزاد کشمیر او اسلام اباد څخه دي.
د راپور له مخې، ۱۱۰۲ کسان د استعمال شویو سرنجونو له لارې د ایچ ای وي په وایرس اخته شوي او ۸۱۸ کسان د وینې د اخیستو له امله په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

نور خبرونه

رادیو