د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۴۳ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې بېرته خپل هېواد ته ستنې شوې دي.
د دغه راپو له مخې، د دغو ۱۴۳ کورنیو له ډلې د تورخم له لارې ۱۳، د سپین بولدک له لارې ۱۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۸۵ کورنۍ راستنې شوې دي.
خو د دغو راستنو شویو کورنیو د ټولو غړو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په زور راستنې شوې او که په خپله خوښه.
دغه اژانس لیکلي، چې پر لسګونو دغو کورنيو مرستې هم وېشل شوې او ۸ کورنۍ بیا خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
له تېرې یوې اونۍ راهیسې له ایران او پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی.
په تېرو اونیو کې به له دواړو هېوادونو د ستنېدونکو کورنیو شمېر هره ورځ تر ۳۰۰ پورې رسېده؛ خو له تېرو څو ورځو راهیسې دغه شمېره له سلو هم ټیټه شوې ده.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو اتو میاشتو کې له ۹۰۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغاستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو په یوه خپاره شوي راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي و، چې دغه شاوخوا ۹۰۰ زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې د دغې شمېرې له ډلې له ترکیې څخه ۱۵ زره، له پاکستانه ۸۸ زره او پاتې نور له ایرانه راستانه شوي دي.
له بل پلوه ایراني چارواکي هم وایي، چې سږکال به له ایرانه شاوخوا ۲.۵ مېلیونه بې اسناده افغان کډوال وباسي.